د پکتیکا مټاخان کې ۲۰۰ مالدارو کورنیو ته د مالدارۍ د مدیریت کیټونه ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۳۷
د پکتیکا مټاخان کې ۲۰۰ مالدارو کورنیو ته د مالدارۍ د مدیریت کیټونه ووېشل شول

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او» له لوري د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالی په مرکز کې د مالدارۍ د مدیریت کیټونو د وېش پروګرام د اړوندو دولتي چارواکو، د سیمې مشرانو او مستفیدینو په حضور کې ترسره شو.
په دې لړۍ کې ټولټال ۲۰۰ مستحقو او مالدارو کورنیو ته د مالدارۍ د مدیریت بشپړ کیټونه ووېشل شول. هر مستفید ته یو بشپړ کیټ ورکړل شو چې ۲۵ قلمه بېلابېل توکي یې درلودل او د څارویو د پالنې، تغذیې، روغتیا ساتنې، حفظ الصحې او د مالدارۍ د اغېزمن مدیریت لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
په وېشل شویو کیټونو کې سپینه یوریا سره، پلاستیک، ماسکونه، د هوا ایستلو پایپونه، ډیجیټل ترمامتر، د خوراک او اوبو رابړي اخورونه، سپرې، د ګاز ډبې، پلاستیکي پیچکارۍ، المونیمي ډرامونه، سطلونه او دیګونه، د شیدو ایشولو دیګونه، ډیټول صابون، د دوا پاشۍ پمپونه، رابړي دستکشې، د شیدو صافوونکي وسایل، پلاستیکي موزې، کلاوشې، د څارویو د داخلي پرازیټونو ضد درمل، ملټي ویټامینونه او منرالونه او نور اړین تجهیزات شامل وو.
د پروګرام پر مهال ویناوالو د مالدارۍ سکتور د اقتصادي او ټولنیز ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دغو مرستو موخه یوازې د تجهیزاتو وېش نه، بلکې د مالدارانو د ظرفیت لوړول، د څارویو د ناروغیو مخنیوی او د کورنیو د عایداتو د زیاتوالي لپاره زمینه برابرول دي.
مستفیدینو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د اړیکو دفتر «ټي‌ال‌او» څخه یې مننه وکړه، چې د مالدارۍ د ودې او د مالدارو کورنیو د ملاتړ لپاره یې دا مهم ګام پورته کړی دی. هغوی زیاته کړه، چې د دغو کیټونو له لارې به د څارویو د ساتنې او مدیریت چارې لا اغېزمنې او د دوی اقتصادي وضعیت به ښه شي.
د یاد پروګرام موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، د څارویو د روغتیا او ساتنې د وضعیت ښه کول، د مالدارانو تخنیکي وړتیاوو لوړول او د زیانمنو او بېوزلو کورنیو د معیشت ملاتړ و. د دې پروګرام له لارې هڅه وشوه، چې د مالدارانو اړتیاوې تر یوه بریده پوره او د څارویو د روزنې او پالنې په برخه کې شته ستونزې راکمې شي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشرتابه د مالدارۍ سکتور د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې د همغږو پروګرامونو له لارې به په راتلونکې کې هم د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ لپاره لازمې هڅې روانې وي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت