د پکتیکا دوو ولسوالیو کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۳
د پکتیکا دوو ولسوالیو کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ووېشل شوې

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په مالي ملاتړ، ددې ولایت د ګیان او یحی خېلو ولسوالی کې پر ۱۰۰۰ اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ووېشل شوې.
د وېش په مراسمو کې د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي، د اکشن اېډ مؤسسې مسئولین، بزګران او قومي مشران ګډون کړی وو.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکو د همکارو موسسو څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یې وویل: «هڅه وکړئ یاد اصلاح شوي تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ، تر څو ښه حاصل ترلاسه کړئ».
دوی زیاته کړه، چې د یاد پروګرام له لاری، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي غنم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره په وړیا ډول ورکړل شوي دي.


توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای یک‌هزار دهقان در دو ولسوالی ولایت پکتیکا
۱۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا با همکاری مؤسسه «اکشن اید» و حمایت مالی سازمان جهانی غذا و زراعت ملل متحد (FAO)، برای یک‌هزار دهقان نیازمند در ولسوالی‌های گیان و یحیی‌خیل این ولایت تخم‌های اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در مراسم توزیع، مسئولان ریاست زراعت پکتیکا، نمایندگان مؤسسه اکشن اید، دهقانان و بزرگان قومی حضور داشتند.
مسئولان ریاست زراعت ضمن سپاسگزاری از نهادهای همکار، از دهقانان خواستند تا تخم‌های اصلاح‌شده را در زمین‌های خود بکارند تا حاصل بهتری به‌دست آورند.
به گفته آنان، در چارچوب این برنامه برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه (یوریا) و ۵۰ کیلوگرام کود سفید (دی‌ای‌پی) به‌صورت رایگان توزیع گردیده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت