د پکتیا چشمه ماران څېړنیز فارم کې د غله‌جاتو اصلاح او ناروغیو د څېړنو تجربه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۹
د پکتیا چشمه ماران څېړنیز فارم کې د غله‌جاتو اصلاح او ناروغیو د څېړنو تجربه وشوه

۱۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدمتونو آمریت، د کرنیزو څېړنو لوی مدیریت اړوند د چشمه ماران څېړنیز فارم کې د غله‌جاتو اصلاح او ناروغیو د څېړنې په موخه د کښت پروسه ترسره کړه. د کرنیزو څېړنو انستیتوت له خوا پلاوی، چې د تطبیقي او توافقې څېړنو رییس دوکتور محمد رفیع باوري او د نباتي ناروغیو او افتونو د څېړنو آمریت غړی عبدالغفور پکې شامل وو، دغه فارم ته ورغلي وو. پلاوي ټولو متخصصینو ته د کرنیزو تجربو او نباتي ناروغیو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ناروغیو اړوند یوه تجربه یې وکرله.
همدارنګه یې د فارمونو لیدنه وکړه، ستونزې یې واورېدلې، او د تجربو په برخه کې یې د فارم متخصصینو ته اضافي معلومات ورکړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت