د پکتیا ولایت له مشرانو سره د کرنې وزیر لیدنه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۰:۲۵
دیدار وزیر زراعت با بزرگان ولایت پکتیا


۵ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د پکتیا ولایت له یو شمېر مشرانو او سیمه ییزو مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې د چکډمونو پر جوړولو، د اوبو لګولو د پروژو پر پلي کولو او د ځنګلونو د ساتنې په اړه خبرې وشوې.
د کرنې وزیر د پکتیا ولایت مشرانو ته د دغه وزارت د پلانونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د ا.ا.ا د ځنګلونو د ساتنې او د چکډمونو د جوړولو په برخه کې ځانګړي پلانونه لري، څو وکولای شي د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي او د دې ملي پانګې ساتنه وکړي. یوه برخه یې د ځنګلونو ساتنه او اقتصادي کول دي، موږ د ځنګلونو د اقتصادي کولو پلان چمتو کړی، راتلونکي کال به پرې کار وکړو.
همدا راز سږ کال د امارت له لوري د ځنګلونو د ساتنې او د اوبو د مدیریت په موخه څه باندې ۱۲۰ چکډمونه جوړ شوي دي او راتلونکي کال کې د رغنیزو پروژو د پیلولو ځانګړي پلانونه لرو چې پلي به یې کړو.

دیدار وزیر زراعت با بزرگان ولایت پکتیا
۵ حوت ۱۴۰۲ه‍.ش
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با تعدادی از بزرگان و متنفذین محلی ولایت پکتیا دیدار نمود.
در این  دیدار پیرامون احداث چکدم‌ها، راه‌اندازی پروژه‌های آبیاری و حفاظت از جنگلات بحث صورت گرفت.
 وزیر زراعت به بزرگان پکتیا در مورد برنامه‌های این وزارت معلومات ارائه نموده اظهار داشت که ا.ا.ا پلان‌های مشخص برای حفاظت از جنگلات و احداث چکدم‌ها دارد تا بتواند در زندگی مردم تغییر مثبت بیاورد و سرمایه‌های ملی را حفاظت کند. یک بخش آن حفاظت از جنگلات و اقتصادی سازی آن می‌باشد، طرح اقتصادی سازی جنگلات را جور کردیم، سال آینده روی آن کار خواهیم نمود، همین‌گونه امسال اضافه ۱۲۰ چکدم بخاطر حفاظت از جنگلات  و مدیریت آب از طرف امارت ساخته شده و سال آینده نیز طرح‌های و پلان‌های مشخص برای راه‌اندازی پروژه‌های عمرانی داریم که عملی خواهیم".

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۷
Background image

ننګرهار کې د استملاک او بیا مېشتېدنې څانګه پرانیستل شوه؛ د سرپناه ستونزو حل ته نوی ګام

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست کې په یوې رسمي غونډه کې د استملاک او بیا مېشتېدنې اړوند نوې څانګه پرانیستل شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

بازگشت