د پکتیا ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي پنځمه ناسته وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۲:۱۴
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي پنځمه ناسته وشوه 

۱۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي پنځمه ناسته ترسره کړه. یاده غونډه چې د پکتیا ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه پکې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي ټولو غړو ګډون درولود.
په دې غونډه کې د پکتیا ولایت د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرتله راګرځولو د تخنیکي پلاوي رییس او ټولو غړو په نوبتي ډول د راتلونکې دوشنبې ورځې لپاره په عملي پلان او طرحه خپل نظرونه وړاندې کړل. 
د غونډې په جریان کې د راتلونکې دوشنبې ورځې لپاره عملي پلان ترتیب شو او همدارنګه په یاده غونډه کې پرېکړې وشوې، چې د خلکو د عامه پوهاوي په پار باید غږیزو او تصویري رسنیو ته د غصب د مخنیوی او غصب شوو ځمکو د استرداد لایحې د توشیح او انفاذ او همدارنګه په یاده برخه کې د تخنیکي پلاوي د رامنځ ته کېدو او د هغوی د چارو اړوند اعلانات ورکړل شي او همدارنګه د جامع مسجدونو خطیبان خلکو ته د غصب د حراموالی او ګناه اړوند وعظ او تقریر وکړي. دغه راز  په اوونۍ کې باید دوه ورځې مشخصې شي چې یوه ورځ یې د پلان جوړولو لپاره او بله ورځ د هماغه پلان د عملي کولو لپاره کار وشي. ترڅنګ یې د تخنیکی کمېټې پلان باید په دقت سره ترتیب او وزارت ته واستول شي همداراز د تېرې اونۍ کاري راپور باید په لیکلې بڼه د مسؤلینو سره شریک شي. سربېره پر دې  د غونډو اجنډا باید د تخنیکي پلاوي رئیس، سکرتر او کادستري سروې د مسؤل لخوا ترتیب شي او د ټولو ادارو څخه ددوی د غصب شوو ځمکو او جایدادونو اړوند رسمي معلومات وغوښتل شي. په ورته وخت کې د تخنیکي پلاوي د مجالسو پرېکړې باید په جلا کتاب کې په منظم ډول ولیکل او  د پکتیا ولایت په سطحه باید یوه غونډه جوړه شي چې پکې د هرې سیمې او هر قوم مشران ګډون ولري او د غصب د مخنیوی او غصب شوو ځمکو د استرداد مقررې او همدرانګه د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تخنیکي هیئت د چارو اړوند عامه پوهاوی ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت