د پکتیا میرزکي کې پر لسګونو بڼوالو د بڼوالۍ توکي ووېشل شول

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۹:۱۱
د پکتیا میرزکي کې پر لسګونو بڼوالو د بڼوالۍ توکي ووېشل شول


۲۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اړیکو دفتر لخوا ۱۳۱ بڼوالو ته د بڼوالۍ توکی ووېشل شو.
د دغو توکو په وېش غونډه کې د میرزکې ولسوالی ولسوال الحاج مولوي عبدالرحمن حبیبي، مرستیال ولسوال خالد احمد سجاد، د یادی ولسوالی د ترویج عمومي مدیر ذبیح الله ایوبي، د اړیکو دفتر مسئولینو او بڼوالو ګډون کړي ؤ.
ښاغلی ایوبي په خپلو خبرو کی وویل، چې د نوې تکنالوژۍ د ترویجولو، د مڼو حاصلاتو د راټولو او د زیانمنیدو څخه د مخنیوي په موخه هر بڼوال ته یوه د مڼو راشکولو آله، ۸ دانې پلاستیکي سبتونه او د مڼو د اندازې معلومولو کړۍ ووېشل شوې. 
ددې مرستې موخه د بېوزله بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې د بڼوالۍ سکټور ودې او پرختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت