د پکتیا د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۵:۵۲
د پکتیا د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي ددې ولایت  زرمت ولسوالی ته سفر تر سره کړ.
ددې سفر اصلي موخه  د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبيت عمومي کمېسیون څخه راغلي پلاوي په هدایت او لارښونه په  دوسیو کې د ځینو نيمګړتياوو د رفع کولو او د دوسیو د نيمګړتياوو د بشپړولو لپاره تر سره شوي وو چې په لړ کې د زرمت د سهاکو، ګورجي سیمو سکیجونه او کروکي د یاد پلاوي د لارښوونو سره سم واخیستل شو او هغه نیمګړتیاوي چې په ګوته شوي وي رفع شوې اودپاینده خېلو سیمه کي مالکانه تصرفات بند شول قوي تضمین ترې واخیستل شول او استعلامونه ورکړل شو دسهاکو هیبتخیلو، شولګډ خلکوته هم استعلامونه ورکړل شو.
باید وویل شي، چې پکتیا کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت