د پکتیا دکرنې رییس د اړیکو دفتر مسوول سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۹:۹
د پکتیا دکرنې رییس د اړیکو دفتر مسوول سره وکتل

۲۴چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی سیدامین هاشمي د اړیکو دفتر ولایتي مسوول شریف الله ایوبي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د اړیکو دفتر  ولایتی مسئول شریف الله ایوبي د پکتیا دکرنې رییس سره د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او  راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلي هاشمي د اړیکو دفتر  له چارو څخه د خوښي ترڅنګ له دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، او له دوی یې وغوښتل چې خپلې پروژې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي،  نوموړي همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست رییس، مولوي صحبت‌الله فاروقي، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۹
Background image

کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د یادې شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، په مشرۍ، د کرنې. . .

بازگشت