د پکتیا دکرنې رییس ددې ولایت د علماؤ شورا له رییس او غړو سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۷
د پکتیا دکرنې رییس ددې ولایت د علماؤ شورا له رییس او غړو سره وکتل


۱۰ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیا علماؤ شورا رییس او غړي یې ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید او ددې ریاست له کارکوونکو سره د ګډې ناستې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید د خبرو پر مهال د علماؤ شورا له غړو او مسؤلینو څخه مننه وکړه او د کرنې ریاست له اړخه یې د یوه مسؤل په حیث تر ډېره د اصلاح ډاډ ورکړ.
د پکتیا د علماؤ شورا رییس مولوی صالح محمد فقیر په خپلو خبرو کې د کرنې ریاست کارکوونکې وهڅول، چې ټولنې او جامعې ته داسې ځــــــوانان وړاندې او تقدیم کړي، چې د عصري زده کړو ترڅنګ دیني او فکري پوهه هم ولري.
همدارنګه د علماؤ شورا غړي مولوي محمد شفیق ګــډې ناستې ته د علماؤ شورا پر ماهیت، ارزښت او اهمیت معلومات  ورکړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت