د پکتیا دکرنې ریاست: د زرمت نېکنام فارم کې ۴۰۰ جریبه ځمکه کرکېلې ته چمتو شوی

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۱:۲
د پکتیا دکرنې ریاست: د زرمت نېکنام فارم کې ۴۰۰ جریبه ځمکه کرکېلې ته چمتو شوی

۱۶ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د خصوصي سکټور پر مټ هلې ځلې روانې دي، چې شاړې ځمکې کرکیلې ته چمتو او خلکو ته دکار زمینې برابرولو ترڅنګ د سبو او غلو دانو د تولیداتو کچه لوړ کړي.
په همدې موخه د پکتیا دکرنې ریاست ددې ولایت زرمت ولسوالی کې د نېکنام فارم په قرارداد ورکړل شوی دی، چې د پکتیا دکرنې ریاست د چارواکو له خوا ترې لیدنه او څارنه وشوه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی، د ترویج عمومي مدير عزیزالله کریمي، د کرنې څیړنیز لوی مدير ضیأالرحمن رحماني او د اکبر ټغر شرکت مسؤل عصمت الله احمدزی شتون درلود.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ اړوند د کرنیزو چارو آمر وویل، چې په یاد فارم کې ډول ډول سابه لکه ټنډې، هندواڼې، رومي بانجان، سویابین او لوبیا کرل شوي او ښه نتيجه ېي ورکړي دي. 
دهغه په ټکو یاد شرکت ددې فارم نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو کړی دی، چې په کې ۵۰ بې وزلو کسانو لپاره د کار کولو زمينه برابره شوې ده.
د نوموړي شرکت مسؤل زیاته کړه، چې په یاد فارم کی يي  تردا مهاله پوری ۱۷.۵  میلونه افغانۍ لګولي دي او لا تر اوسه پورې هم د لېول کاري کاریې جریان لري.
د پکتیا د کرنې ریاست اړوند د کرنیزو چارو کارکوونکو لخوا د یاد فارم قرادادی شرکت مسئول ته د کرنې مسلکي توب په برخه کې لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت