د پکتیا دکرنې ریاست: د اړيکو دفتر مسولينو د کرنې رياست له سرپرست سره وکتل
۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه.ش
۱۹ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د اړيکو دفتر مسولينو د کرنې رياست له سرپرست ښاغلي مولوي احسان الله احسان سره په ليدنه کې، د کرنې سرپرست رییس سره خپل راتلونکي پلانونه شريک کړل، دوی وويل په پام کې لري، چې سږ کال په پکتيا کې د شپږو واټرشيډونو مقدماتي چارې پيل کړي.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې سرپرست رییس مولوی احسان الله احسان له دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکاریو ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل، چې خپلې پروژې د کرنې رياست سره په همغږۍ پلي کړي.
د يادولو وړ ده، چې د اړيکو دفتر (TLO) له لورې به په پکتيا ولايت کې د څلورو جوړو شويو واټرشيډونو د ځنګلوالی ټولنو غړو ته ۵۰ دانې لمريزې نغري هم ووېشل شي.
