د پکتیا جاني خېلو کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۱۰

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي او د پاملرنې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د جاني خېلو ولسوالی اړوند د اورګوړپه کلي کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې.
ددې پروژې په پیل غونډه کې د جاني خېلو ولسوال محمد نبي «جاویدالرحمن»، د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي، د امر بالمعروف آمر، د پاملرنې مؤسسې استازو او دیادې ولسوالی قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړی وو.
د جاني خېلو ولسوال محمد نبي «جاویدالرحمن» وویل، چې ددې پروژې په ترڅ کې ۲۵۰ متره کانال او سربند او ۲۰۰ متر محافظتي دېوال جوړېږي، چې په بشپړېدو سره یې ډېر شمېر کرنیزې ځمکې ته پر وخت د اوبو رسولو ترڅنګ ډېری کرنیزې ځمکې او کورونه له سېلابونو خوندي کېږي.
دغه پروژه، چې د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې میاشتې په موده کې پلي کېږي، په ترڅ کې یې یوشمېر سیمه ییزو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت