د پوستکې په ناروغۍ اخته شوي څاروي قرنطین شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۴:۸
د پوستکې په ناروغۍ اخته شوي څاروي قرنطین شول

۱۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د بهسود په ولسوالۍ کې د پوستکې په ناروغۍ اخته شوي 30 غوایان قرنطین شول.
 د ننګرهار کرنې ریاست چارواکو په وینا د بهسود ولسوالۍ اړوند کامی پل ته څیرمه ديو قصاب له لوری 30 راسه مالونه چی دګاونډي هيواد  پاکستان څخه يی راوړي وو، په (LSD) یا د پوستکی په ناروغۍ اخته وه. چې د کرنی ریاست په لارښوونه دکرنيزو خدمتونو او  مالدارۍ خدمتونو مسؤلین په چټکې سره سیمې ته لاړل او هلته شته ټول مالونه یی قرانطین کړل او له قصاب څخه يی ضمانت واخيست چې نوموړی مالونه به په قرانطین شوي سیمه کې ساتي، همداراز شا اوخوا سیمو کې هم د کرنې ریاست اړوند ډاکټرانو له خوا درمل وشیندل شول، ترڅو نوموړی ناروغي يو ځل بيا خپره نه شي.
دیادونې وړده چې څه موده وړاندې هم یاده ناروغي له پاکستان څخه هيواد ته را لیږدل شوي وه، چې په ختيځ زون کې یي ډیر مالونه له مينځه يوړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت