د پاملرنې مؤسسې چارواکو په بلخ ولایت کې د خپلو کرنیزو پروژو پلان د کرنې له وزارت سره شریک کړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۰:۱۹
د پاملرنې پروژې چارواکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ته د څه باندې ۱۰ پروژو پلان چې په بلخ ولایت کې پلي کېږي تشریح کړل.

د پاملرنې پروژې چارواکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ته د څه باندې ۱۰ پروژو پلان چې په بلخ ولایت کې پلي کېږي تشریح کړل.
په دغو پروژو کې د اوبولګولو د کانالونو جوړول، د غلودانو او سبو د تخمونو وېش، د کیمیاوي سرې او د بڼوالۍ توکو وېش، د ۴۵۰ جریبه مېوو بڼونو جوړول، د بزګرانو روزنه، په کور دننه او بهر د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتونونو جوړول شامل دي. 
د پاملرنې مؤسسې د بديل معيشت مسوول عبداللطيف لطيف د دغو پروژو د معرفي کولو پر مهال وويل، چې د دغو پروژو لګښت دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې له خوا تمویلېږي.
مولوی صدراعظم عثماني ددغو فعالیتونو د پلان د تشریح په مراسمو کې د پاملرنې مؤسسې له مسوولینو وغوښتل، چې د کروندګرو او مالدارانو د اړتیاوو او دغه راز اغېزمنتوب او روڼتیا په پام کې نیولو سره پروژې پلي کړي.

مسوولان موسسه پاملرنه پلان  پروژهای زراعتی‌شان را در ولایت بلخ با وزارت زراعت شریک کردند
مسوولان پروژه پاملرنه پلان اضافه از ۱۰ پروژه را که قرار است در ولایت بلخ تطبیق شود به مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری توضیح دادند.
این پروژه‌ها شامل اعمار کانال‌های آبیاری، توزیع تخم بذری غله‌جات و سبزیجات، کودکیمیاوی، وسایل باغداری، احداث ۴۵۰ جریب باغ میوه، آموزش دهقانان، راه‌اندازی نمایشگاه‌های محصولات زراعتی و مالداری در داخل و خارج افغانستان می‌باشد.
عبدالطیف‌لطیف مسوول بدیل معیشت موسسه پاملرنه در معرفی این پروژه‌ها گفت که هزینه این فعالیت‌ها به دونیم میلیون دالر میرسد و تمویل کننده آن دفتر عمران سازمان ملل متحد می‌باشد.
مولوی صدراعظم عثمانی در مجلس توضیح پلان این فعالیت‌ها از مسوولان پاملرنه خواست که پروژ‌ه‌ها را با توجه به نیازمندی دهقانان و مالداران و با در نظرداشت موثریت و شفافیت تطبیق نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

بازگشت