د وچو او لمدو مېوو او سبو د صادرونکو د ستونزو دحل په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۹:۵۸
د وچو او لمدو مېوو او سبو د صادرونکو د ستونزو دحل په پار غونډه دائره شوه

د وچو او لمدو مېوو او سبو د صادرونکو د ستونزو دحل په پار غونډه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ دکرنې په وزارت کې دائره شوه.
 په دې غونډه کې د فومیګیشن د ستونزو او د بهرنیو هېوادونو د غوښتنې، د وچو او لمدو میوو او سبو د صادرونکو سوداګرو د غوښتنو، بهر ته د صادرونکو د ستونزو، قرنطین او له هېواده بهر د اړتیا وړ اسنادو او د نباتي توکو د فوموګیټ کولو په اړه خبرې اترې او د نظرونه تبادله وشوه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په دې اړه وویل: «زموږ موخه د امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان له مخې سوداګرو او صادرونکو ته د اسانتیا رامنځته کول دي، هر هغه هېواد چې د محصولاتو د فوموګېشن کولو غوښتنه کوي، فوموګېټ کول یې پر سوداګرو اړین دی او هغه هېوادونه چې دا غوښتنه نلري اختیاري دي.»
مولوي صدراعظم عثماني زیاته کړه: «موږ غواړو له نورو هېوادونو څخه له ناروغیو پرته کیفیت لرونکي محصولات وارد کړو او زموږ محصولات هم باید له ناروغیو پاک وي، څو د ناروغیو دلېږد مخه ونیول شي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس محمد یونس مومند وویل: «موږ ټول د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د محصولاتو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره کار کوو. هغه هېوادونه چې د کرنیزو محصولاتو د فوموګېشن غوښتنه کوي د صادرونکو لپاره اړین ده، چې دا چاره ترسره او په نړیوالو معیارونو ځان اماده کړو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري هڅه کوي، چې د خصوصي سکتور په همکارۍ په نړیوالو معیارونو د باکیفیته کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو زمینه برابره کړي او همدارنګه د ټیټ کیفیت لرونکو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د واردولو مخه ونیسي.

جلسه به‌منظور حل مشکلات صادرکننده‌گان میوه خشک، تازه و سبزیجات دایر گردید
جلسه به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور حل مشکلات و چالش‌های فرا راه صادر کننده‌گان میوه خشک، تازه و سبزیجات در وزارت زراعت دایر گردید.
در این جلسه روی موضوعات فوموگیشن و تقاضای کشورهای خارج، تقاضای تاجران صادرکننده میوه خشک، تازه و سبزیجات، مشکلات صادر کننده‌گان، قرنطین و اسناد ضروری خارج از کشور و فوموگیت نمودن امتعه‌های نباتی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این باره گفت:" هدف ما ایجاد سهولت برای تاجران و صادرکننده‌گان است، نظر به حکم امیرالمومنین حفظه الله  هرکشوری که تقاضای فوموگیشن را دارد فوموگیت نمودن محصولات برای تاجران اجباری است و کشورهای که این تقاضا را ندارند اختیاری می باشد".
مولوی صدراعظم عثمانی افزوده است " ما محصولات با کیفیت بدون امراض از سایر کشورها می‌خواهیم وارد کنیم و محصولات ما نیز باید عاری از امراض باشد تا انتقال امراض صورت نگیرد".
محمد یونس مومند رییس اطاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان گفت:" ما همه بخاطری کار می‌کنیم که در تجارت به خصوص صادرات محصولات سهولت بیاوریم، کشورهای که تقاضای شان فوموگیشن محصولات زراعتی است الزامی برای صادرکننده‌گان می‌باشد، این نیاز است تا به استندرد‌های بین‌المللی خود را آماده بسازیم".
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش می‌نماید تا در همکاری با سکتور خصوصی زمین صادرات محصولات زراعتی و مالداری با کیفیت و با استندرد‌های بین‌المللی را فراهم ساخته و همچنان از وارد ساختن محصولات بی کیفیت زراعتی و مالداری جلوگیری نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت