د ولایتونو د کرنې له کارکوونکو سره د طبیعي سرچینو د لوی ریاست انلاین غونډه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۰:۵۵
د ولایتونو د کرنې له کارکوونکو سره د طبیعي سرچینو د لوی ریاست انلاین غونډه

۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست د طبیعي سرچینو رییس مولوي عبدالاحد خلیل او د څړځایونو د تنظیم رییس سید احمد خالد صاحبزاده په ګډون د ۲۴ ولایتونو له کارکوونکو سره انلاین غونډه وکړه.
په دې غونډه کې، چې د هېواد د ٢٤ ولايتونو له کارکوونکو سره جوړه شوې وه، د کرنې وزارت د طبيعي سرچینو د پروژو د تطبيق لپاره د همغږۍ د رامنځته کولو په اړه بحث او د نظريو تبادله وشوه. 
په دې غونډه کې د ټولنې په ګډون د څړځايونو د بيارغونې او تنظيم او د روانو شګو د ثبات د پروژو د تطبيق او دغه راز د ټولنې په ګډون د طبي بوټو د تنظيم پروژې په اړه خبرې وشوې او ولايتي مسوولينو له خوا د خپلو فعالیتونو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.
دغه غونډه چې د طبیعي سرچینو د عمومي ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، د ۲۴ ولایتونو د کرنې ریاستونو متخصصینو او د طبیعي سرچینو مدیرانو په کې برخه اخیستې وه.


تدویر جلسه آنلاین ریاست عمومی منابع طبیعی با کارمندان زراعت ولایات
۴ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی عبدالاحد خلیل رئیس عمومی منابع طبیعی و سید احمد خالد صاحبزاده رئیس تنظیم علفچرها جلسه آنلاین را با کارمندان ۲۴ ولایت برگزار نمودند.
این جلسه که با کارمندان ۲۴ ولایت کشور برگزار شد بود در آن در رابطه با ایجاد هماهنگی جهت تطبیق پروژهای منابع طبیعی وزارت زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه در مورد تطبیق پروژه‌های احیاء و تنظیم علفچرها و تثبیت ریگ‌های روان به اشتراک جامعه  و همچنان در بخش پروژه تنظیم نباتات طبی به اشتراک جامعه صحبت گردید و مسوولان ولایات از پیشرفت فعالیت شان معلومات ارائه نمودند.
این جلسه در تالار ریاست عمومی منابع طبیعی و با اشتراک متخصصین و آمرین منابع طبیعی ریاست‌های زراعت ۲۴ ولایت حضور برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۵
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو چارې وارزولې؛ د اغېزمنو څېړنو او علمي نوښتونو پر دوام یې ټینګار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس، مولوي نصرت‌الله طلحه، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کوهکران،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د نږدې ۷۰ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو او امو د انتقال مخه ونیول شوه

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ. . .

بازگشت