د هلمند ګرشک کې شېدو ټولونکو سره مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۳۳
د هلمند ګرشک کې شېدو ټولونکو سره مرسته وشوه

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانانو لپاره د ډنمارک کمیټې ( ډاکار) مؤسسې په مالي همکارۍ پنځو تنو شېدو رانیونکو سره د شېدو راټولولو ځانګړوتوکو مرسته وشوه. 
د شېدو راټولو دغه قطۍ چې په مشخص ډول د شېدو لپاره جوړې شوي دي د کیفیت او کمیت له پلوه د شېدو په ساتلو او له یوې سیمې تر بلې د انتقالولو لپاره ګټورې دي.
ددې مرستې موخه د ګرشک په ولسوالی کې د شېدو رانیونکو ملاتړ او د حیواني محصولاتو لپاره بازار موندنه ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت