د هلمند کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۹:۲۸
د هلمند کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه

۲۰ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه،  چې پکې ددې ادارې سره همکارو مؤسسو او اړوندو چارواکو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د هلمند د کرنې ریاست مسؤلینو لخوا خبرې وشوې او یادونه وشوه ، داچې د ا. ا. ا. د نافذه قوانینو له مخې د کرنې اداره مکلفیت لري ترڅو بزګرو، بڼوالو او ځمکوالو ته باکیفیته خدمات عرضه کړي ، نو په دې برخه کې دکرنې ادارې سره همکارو موسساتو او برنامو مسؤلین باید خپل ټول پروګرامونه ددې ادارې سره همغږي کړي، د پروګرامونو او پروژو انتخاب باید له سیمې  صورت ونیسي او د بزګرو په اړتیاو باید کار وشي.
ورپسې په غونډه کې د کرنې سکتور اړوند د ګڼو مؤسسو مسؤلینو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړل، تر څنګ یې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
په وروستیو کې د چارو لا سمښت او همغږي کېدو په موخه د سکټور اړونده غړیو لخوا نظرونه، غوښتنې او سپارښتنې شریکې شوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت