د هلمند ولایت په بولان څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو مېوو او نباتاتو څېړنې روانې دي  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۱:۱۴
د هلمند ولایت په بولان څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو مېوو او نباتاتو څېړنې روانې دي  

د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکي د بولان څېړنیز فارم په ۲۶ جریبه ځمکه کې په بېلابېلو څانګو کې څېړنې ترسره کوي.  
په دغه فارم کې د مېوو بڼونو ترڅنګ د حبوباتو، سبو، تېلې بوټو، مورنيو او هستوي تخمونو او د کرنیزو تجربو په اړه څېړنې روانې دي. د بڼونو په برخه کې د مورنیو پایو ساتنه، د پیوند لپاره د پنګو او نیالګیو لپاره د قلمو وېش او زده کړیالانو او کروندګرو ته د پیوند، شاخبرۍ، تاکبرۍ، اوبولګولو، د سرو او لایم سلفر کارونه، د ځمکې نرمولو، او حاصل راټولولو عملي زده کړې وړاندې کېږي. همدارنګه، د وقایې لپاره د ژمنیو غوړیو د سپرې چارې د پلان له مخې ترسره کېږي.  
د غلو، حبوباتو او سبو په برخه کې دا مهال د غنمو او وربشو ۱۲ سیته تجربې، د غنمو ۱۰ ډوله مورنۍ او هستوي تخمونو روزنه او د پیازو او ګشنیزو هستوي او مورنۍ تخمونو تولید څېړل کېږي. سربېره پر دې، د عدسو، نخودو، شړشم او زغرو د مطالعې تجربې هم روانې دي.  
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په هلمند ولایت کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو، او مېوو د تخمونو اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې فعالیت وکړي. موخه دا ده، چې د کروندګرو حاصلات لوړ کړي او هغوی ته د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۲۴
Background image

د کرنې وزارت لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي سید محمد سعید او د کانونو او پټرولیم وزارت د املاکو عمومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۷
Background image

پکتیا کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د احمدابا، وزي ځدران. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۵
Background image

د خوست موسی خېل ولسوالی کې پر ۴۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې

د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالی ۴۸ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ وویشل شوې.
د خوست. . .

بازگشت