د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د اوبو د تصفیې زېرمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۰:۴۰
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د اوبو د تصفیې زېرمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د هلمند ولایت د کرنې ریاست په هلو ځلو او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د اوبو د تصفیې یو پایه ماشین د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ، شرقي لښکري بازار په سیمه کې نصب او د لسګونه کورنیو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 
د اوبو د تصفیې دغه زېرمه چې د اړتیا وړ لمریزې هندارې، د اوبو را ایستلو ماشین، د برېښنا ساتلو بطرۍ او لینونه هم ورسره شتون لري د ۴۴۵۵۰۰ افغانیو په لګښت د ٢٠٠ کورنیو لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام لخوا چمتو او هلمند ته د ټولو ملحقاتو سره رالېږل شوې وه، چې دا مهال د یادې سیمې د اوسیدونکو په واک کې ورکړل شوی دی. 
د یادې سیمې اوسیدونکو د نوموړې زېرمې د نصبولو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې مخکې یې د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو کې ستونزې درلودې، داچې اوسمهال دغه ماشین نصب شو تر ډېره به یې یادې ستونزې ورسره حل شي .
 په ورته مهال د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د یادې زېرمې او اړونده توکو په ساتلو کې پاملرنه وکړي، ترڅو د پاکو او صحي اوبو ستونزې یې ورسره حل شي.
د یادونې وړ ده چې د اوبو د تصفیې دغه ماشین د اوبو هر ډول مکروبونه له منځه وړي او په صحي لحاظ پاکې او تصفیه شوې اوبه چمتو کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت