د هلمند ناوې ولسوالی کې پر یوشمېر کورنیو د شېدو غواوې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۹:۵۷
د هلمند ناوې ولسوالی کې پر یوشمېر کورنیو د شېدو غواوې ووېشل شوې

۳ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د یتیم پالنې یا  (OCAWO)  مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ناوې ولسوالی په پنځو بې سرپرسته یتیمو کورنیو د شېدو غواوې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره دغه غواوې له دقیقې سروې وروسته پر هغو کورنیو وېشل شوي دي، چې اقتصادي وضعیت یې خورا خرابه او د کورنۍ سرپرستي د وړو یتیمانو پرغاړه وه.
دغه غواوې په وړیا ډول پر دوی وېشل شوي دي، چې ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او په دې ولسوالی کې د مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت