د هلمند ناوه کې د څړځایونو خوندیتوب په موخه ناسته  وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۲۸
د هلمند ناوه کې د څړځایونو خوندیتوب په موخه ناسته  وشوه

۲۳ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو لخوا د ناوې ولسوالی د ریګستان له بېلابېلو سیمو لیدنه او ارزونه ترسره شوه
د یادې څارنې پر مهال د ریګستان د سیمو اوسېدونکو ته د څړ ځایونو او مالچرونو د ارزښت په اړه د پوهاوي ورکولو ترڅنګ له یادو کورنیو غوښتنه وشوه، ترڅو ددغو عام المنفعه ځایونو په ساتنې او  له غصب څخه د ژغورنې په برخه کې د کرنې ریاست مسؤلینو سره لازمه همکاري وکړي.
د یادو سیمو کوچیانو، مالدارانو او ځایي اوسېدونکو د وروستیو اورښتونو له امله د سیمې د سرسبزی څخه خوښي وښوده او وې ویل، چې سږنی کال اباد دی، ځکه په ریګستانونو او دښتي سیمو کې د مالونو لپاره په کافي اندازه بوټي راشنه شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکو د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې په ریګستان کې دې د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه د نورو ناورانو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
دیادولو وړ ده، چې کرنې ریاست لخوا په دې وروستیو کې په ریګستان کې درې بابه د باراني اوبو زېرمه کولو ستر ناورونه رغول شوي دی، چې دامهال پکې په زیاته کچه اوبه زېرمه شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت