د هلمند موسی قلعه ولسوالی کې ۵۰ مالدارانو ته د مالدارۍ اړوند تجهیزات ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۴۸

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د موسی قلعه ولسوالی د کرنیز ترویج عمومي مدیریت اړوند د مالدارۍ د ترویج او حیواني روغتیا مدیریت او د همکارې موسسې (ډاکار) په همکارۍ ۵۰ تنه مالدارانو ته د مالدارۍ اړوند بېلابېل سامان‌آلات ووېشل شول، څو د هغوی د تولید کچه لوړه او د حیواني روغتیا وضعیت ښه شي.
د یادو تجهیزاتو د وېش پر مهال د ترویج مدیریت د حیواني روغتیا مدیر، د ولسوالی استازي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود. مسؤولینو وویل، چې دا مرسته د مالدارانو د ملاتړ او د هغوی د تولیداتو د زیاتوالي په موخه تر سره شوې ده.
د معلوماتو له مخې، هر مالدار ته یوه برقي غړکه، یو مرتبان، یو سطل، یوه کاسه، یوه جوړه موزې، د غواوو لپاره یو دانه کریم، د شېدو د اندازې کولو اله، څلور پاکټه د میکروب ضد صابون، دوه بوتله الکولي درمل او یوه جالۍ ووېشل شول.
له بلې خوا، د مالدارۍ د ترویج او حیواني روغتیا مدیریت مسؤلینو مالدارانو ته سپارښتنه وکړه، چې یاد ورکړل شوي توکي دې د مالدارۍ د چارو د سمون او د تولیداتو د زیاتوالي په موخه په سمه توګه وکاروي.
دوی زیاته کړه، چې دا ډول مرستې نه یوازې د مالدارانو کاري اسانتیاوې زیاتوي، بلکې د حیواني محصولاتو د کیفیت او کمیت په لوړولو کې هم مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت