د هلمند مرکز کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۵۳
د هلمند مرکز کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په مرکز کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځی یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
مسؤلینو درمل پلورونکو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې خپل قانوني اسناد بشپړ کړي او د بې‌کیفیته، تاریخ‌تېرو درملو له خرڅلاو څخه ډډه وکړي. دوی ټینګار وکړ چې دا ډول څارنې به دوام ومومي تر څو درمل پلورنه د اصولو مطابق او د خلکو د سلامتیا په ګټه ترسره شي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.
ددغه  اقداماتو څخه عام خلک، کروندګر او مالدار هم خوښ دي، ځکه د درملو ناسم کارول نه یوازې اقتصادي زیانونه اړوي، بلکې د حیواني او کرنیزو تولیداتو پر کیفیت هم ناوړه اغېز کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت