د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۳:۴۳
د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت مرکز لښکرګاه بزګرو ته د جوارو او نورو کرنیزو توکو د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
 په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکړل شوې.
دغه زده کړې هغو بزګرو ته په لاره اچول شوي دي، چې څه موده مخکې ورته دکرنې ریاست لخوا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل سوي دي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

بازگشت