د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۲:۵۹
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۳۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي لخوا ددې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د اتمې حوزې اړوند لښکري بازار سیمه کې د لسګونه جریبه امار/تي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه. 
د ځمکو د غصب مخنیوی په دې کمپاین کې د تخنیکي پلاوي غړو تر څنګ اړونده امنیتي مسؤلینو هم برخه اخیستې وه 
په یاد کمپاین کې شاوخوا ٣٠٠ جریبه امار/تي ځمکه چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا پکې غاصبانه تصرفات ترسره شوي ؤ او یاهم دغصب دغه لړۍ یې روانه ساتلې وه، نوي جوړ شوي دېوالونه  یې له منځه یوړل شول.
د یادونې وړده، چې هلمند کې تر دې وړاندې هم د زرګونه جریبه ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی، چې دغه لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې ادامه ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت