د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لبنیاتو له پلور ځایونو څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۰:۴۴
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لبنیاتو له پلور ځایونو څارنه وشوه

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو له خوا، ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د لبنیاتو له ګڼو پلورنځیو څارنه او ارزونه ترسره شوه  .
دیادې څارنې په ترڅ کې د لبني توکو د پیر او پلور د کار میکانیزم پلورونکو ته تشریح او دوی ته سپارښتنې وشوې چې خپلې چارې د ځانګړې طرزالعمل له مخې مخته یوسي تر څو د هلمندوالو د ښې روغتیا په برخه کې لازم خدمات وړاندې شي.
نوموړي پلاوي یادو پلورونکو ته وویل، چې د خپلو هټیو پاکوالي، د حشراتو مخنیوی په موخه د ځانګړو جالیو کارولو ، حفظ الصحې رعایتول او د لبني موادو کیفیت ساتلو په موخه د یخچال کارونې په برخه کې به ځانګړې پاملرنه کوي.
د یادولو وړ ده، چې د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به په دوامداره توګه د ټاکلي پلاوي لخوا ادامه ولري ترڅو هلمندوالو ته باکیفیته لبني توکي وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت