د هلمند د کرنې ریاست یوشمېر کارکوونکي روزل کېږی
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ادارې د مرکزي آمرینو او د ١٧ ولسوالیو د کرنې مسؤلینو ته ددو ورځو په لړ کې د ادارې او مدیریت اړوند زده کړې ورکول کېږي.
د زده کړو یاده پروسه په داسې حال کې چې د خلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي هم حضور درلود پیل شو.
په پیل کې ښاغلي صدیقي ګډونوالو ته وینا وکړه او زیاته یې کړه : "څرنګه چې د کرنې ریاست اړوند مرکزي او د ولسوالیو د کرنې مسؤلینو زیاته برخه علماء کرام دي نو تر ډېره په اړونده چارو کې د علمیت او پوهاوی له لحاظه ستونزې نلري، خو ددې لپاره چې د حکومتدارۍ او اداري چارو د لا ښه ترسراوی په برخه کې یې معلوماتونه نور هم غني شوی وي دغه دوه ورځني ورکشاپ مو په لاره اچولی دی، چې په دې پروسه کې به د ادارې او مدیریت په برخه کې لا زیات پوهاوی ترلاسه شي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د امیر المؤمنین حفظه الله د ګڼو فرامینو او احکامونو له مخې د اما/رتي ځمکو د غصب مخنیوی په برخه کې تاکید شوی دی نو د ولسوالیو د کرنې مسؤلین باید هڅه وکړي ترڅو د ولسوالیو په کچه د یادو ځمکو د غصب څخه په کلکه مخنیوی وکړي.
د هلمند دکرنې رییس وویل: "له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې به د ولسوالیو په کچه ستونزو او وړاندیزو باندې غور وکړو او د حل په برخه کې به یې د عالي مقاماتو په همکارۍ لازم تصمیمونه ونیسو."
هغه د ولسوالیو د کرنې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په اړونده چارو کې د ولسي وګړو سره په دوامداره توګه نیک او په احسنه طریقه برخورد وکړي.
وروسته دهلمند د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر انجنیر امان الله تسکین لخوا د ورکشاپ لړۍ پیل شوه، چې دوه ورځې به دوام کوي.
