د هلمند د شفتالو حاصلات ډېر شوي دي

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۱:۳۴
د هلمند د شفتالو حاصلات ډېر شوي دي
۱۴ غویی ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شفتالو حاصلات زیات شوي او د کمیت او کیفیت له پلوه یې مېوه ښه ارزول شوې ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت په ۱۳۲ هکټاره ځمکه کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې په في هکټار د ۱۵ ټنه حاصلاتو په اټکل سره ددې ولایت د شفتالو سږنۍ حاصلات به ۱۹۸۰ مټریک ټنه وي.
ښاغلی الکو وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې شاوخوا په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د مېوو نوي بڼونه په دې ولایت کې جوړ شوي دي، چې زیاته برخه یې د شفتالو بڼونه دي.
د هلمند د کرنې رییس وایي، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، ښه هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې ددې ولایت د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.
د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوي، چې د هلمند کورني محصولات پیاوړي کړي، بزګر په پښو ودروي او ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت کچه لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

کونړ کې د تخم پلورونکو هټیو څخه څارنه ترسره شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو تخمونو د کیفیت ډاډمنتیا او په بازار کې د تاریخ‌ تېرو، تقلبي او بې‌کیفیته تخمونو د پلور د مخنیوي په موخه، د کونړ ولایت په یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

د پکتیکا زیړوک ولسوالی کې پر سلګونو مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر بشپړ شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش 
۲۷  جمادالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د (اکشن اېډ) مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۱۹
Background image

روزګان کې پر ۲۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او. . .

بازگشت