د هلمند دکرنې رییس ګرشک ولسوالی کې کرنیزې چارې وارزولې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۰:۵۳
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د یاد ولایت ولسوالیو ته د سفرونو په لړ کې د ګرشک ولسوالی کرنیزې چارې و ارزولې .

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د یاد ولایت ولسوالیو ته د سفرونو په لړ کې د ګرشک ولسوالی کرنیزې چارې و ارزولې .
د هلمند دکرنې رییس په پیل کې د ګرشک ولسوالی کرنیزو خدمتونو مسؤل مولوی رحیمي او اړونده کارمندانو سره ولیدل، ددوی ستونزې او وړاندېزونه یې واورېدل او د حل په برخه کې یې د اصولي کړنو ډاډ ورکړ.
ښاغلي وهاج همدارنګه ګرشک کې د یو شمېر عامو ولسي وګړو سره هم په لیدنه کې د یادې ولسوالی د کرنې سکتور پیاوړتیا په برخه کې د زراعتي برنامو پلي کولو ژمنې وکړې.
د هلمند د کرنې رییس د یاد سفر په لړ کې په دغه ولسوالی کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی، د عامو ولسي وګړو ستونزو ته د رسیدنې او په مساویانه توګه د کرنیزو چوپرړتیاوو وړاندې کولو برخه کې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت