د هلمند دکرنې رییس د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو او پانګوالو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۰:۱۲
د هلمند دکرنې رییس د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو او پانګوالو سره وکتل

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمدصدیقي ددې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو او پانګوالو سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د هلمند دکرنې رییس وویل:
"څرنګه چې هلمند یو کرنیز ولایت دی او هر کال په دې ولایت کې ځمکوال په زرګونو ټنه مېوې، سابه او حبوبات تولیدوي، چې له بده مرغه د یادو محصولات لپاره منظم بازار او د اړتیا وړ یخې خونې او د پروسس مراکز شتون نلري، نو ځکه بزګر اړ دي، چې خپل محصولات له وخت څخه مخکې په ناچیزه بیه وپلوري."
د هلمند دکرنې رییس همدارنګه زیاته کړه: "د نننۍ ناستې موخه مو داده چې څنګه کولای شو ددې ولایت سوداګرو ته د کرنط په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړو ترڅو په مهمو برخو پانګونه وشي او له لارې یې مستقیمآ بزګرو او یادو پانګوالو ته د ګټې ترڅنګ خلکو ته د کاروبار زمینه برابره شي."
ښاغلي صدیقي د خپلو خبرو په دوام وویل: "موږ مکلفیت لرو چې د هلمند ولایت د بزګرو د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د کرنې په سکتور کې نوښت راولو ، کرنیزو محصولاتو ته بازار پیدا کړو د موسمي مېوو او سبو د ساتنې په برخه کې بزګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړو او د هلمندي ولسونو لپاره پر مهمو او پایداره برنامو کار وکړو چې په دې برخه کې به موږ د هلمندي پانګوالو لپاره د عالي مقاماتو سره په بشپړ تفاهم د کار کولو زمینه برابره کړو ."
ورپسې د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خبرې وکړې، هغه وویل خوښ دی چې د هلمند ولایت د کرنې سکتور د ودې او پراختیا لپاره د همغږۍ په ناسته کې ګډون ګړی او همدارنګه یې ددغه ډول ناستو پر دوام ټینګار وکړ ، نوموړي د هلمند ولایت د پانګوالو په استازیتوب وویل: "موږ چمتو یو چې د هلمند ولایت د کرنې په برخه کې پانګونه وکړو، د سړو خونو او کرنیزو محصولاتو د  پروسس د مراکزو جوړولو او ددې ترڅنګ د تولیدي فابریکو جوړولو  برخه کې ګڼ پانګوال لېوالتیا لري، نظام باید ددوی لپاره د کاري سهولتونو برابرولو کې مرسته وکړي."
نوموړي همدارنګه وویل، چې په دې برخه کې به خپلې مشخصې اړتیاوې او غوښتنې په کتبي ډول د کرنې ریاست ته وړاندې کړي او بیا به د یوه منظم پلان له مخې په انفرادي او مشترک ډول د سړو خونو ترڅنګ د نورو مهمو فابریکو د رغولو لپاره لاس په کار شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت