د هلمند بولان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
د هلمند بولان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د بولان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو باندې څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې د پسرلنیو نباتاتو لکه زغر،کونځله، شنه مۍ، ممپلۍ،  پنبه،  سویابین، بنډی، بانجان، رومیان، لمرګل، پیاز، کډو ګک، هندواڼې او کشنیزو ننداریزې کروندې جوړ شوي او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو نیالګي هم روزل کېږي.
ددې ترڅنګ په نوموړي فارم کې د غنمو پر ٧ سیټونو چې ١٠ ډوله تولیدي قطعات کېږي هم څيړنې کېږي، چې دامهال د پخېدو په حالت کې قرار لري چې نږدې ١٢ متریک ټنه اصلاح شوي تخمونه به ورڅخه په لاس راشي.
تر څېړنو او د مثبتو پایلو ترلاسه کولو وروسته بیا ترلاسه سوي تخمونه د کرنې وزارت مقام د ځانګړې کړنلارې له مخې خصوصي او نیمه امارتي کرنیزو تصدیو ته په واک کي ورکول کېږي، تر څو هغوی یې تکثیر او بیا یې تر بزګرو پورې ورسوي.
د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې په هلمند کي د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي تر څو له مخي یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت