د هرات د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې دپانګونې د نویو فرصتونو برابرول

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۲۲
د هرات د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې دپانګونې د نویو فرصتونو برابرول

په هېواد کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پانګونې جلبولو او د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا په لړ کې، د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې وزارت له خالصه او اضافي ځمکو څخه لیدنه وکړه، او د خصوصي سکتور  د پانګونې له لارې څخه یې د اغېزمنې ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.
په دې لیدنه کې، چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس هم حاضر و، پانګوالو لپاره په یادو سیمو کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې شته فرصتونه وڅېړل شول. د کرنې وزیر سپارښتنه وکړه، چې د یادو ځمکو د ښې استفادې لپاره منظم پلان جوړ او وزارت ته وړاندې شي، تر څو دغه ځمکې د اجارې له لارې پانګوالو ته وسپارل شي.
د دې طرحې له مخې، ټاکل شوې چې په یوې خالصې ځمکه کې یو څو پوړیزه ودانۍ جوړ شي، چې هر پوړ به یې یوې کرنیزې برخې ته ځانګړی وي. په دې ودانۍ کې به یو پوړ د حبوباتو، یو د نباتاتو، یو د غوښو، او بل هم د زعفرانو د ترویج او نندارې لپاره ځانګړی شي. دا اقدام کولی شي، چې د هرات په ولایت کې د یو تخصصي کرنیز او سوداګریز مرکز په توګه، د کرنیزو تولیداتو د بازارموندنې او پراختیا زمینه برابره کړي.
د کرنې وزیر ټینګار وکړ چې، خصوصي سکتور ته د خالصو او اضافي ځمکو له سپارلو سره، د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو، پروسس او بازارموندنې په برخو کې پانګوالو ته نوي فرصتونه رامنځته کېږي، چې دا به نه یوازې اقتصادي وده رامنځته کړي، بلکې د سیمې اوسېدونکو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
دا پروګرام د کرنې وزارت د پالیسۍ یوه برخه ده، چې موخه یې د کورنیو پانګوالو ملاتړ او په ټول هېواد کې له دولتي ځمکو څخه د ګټې اخیستنې دکچې ډېرول دی.

فراهم‌سازی فرصت‌های تازه سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت و مالداری هرات
۱۸ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه تلاش‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای جلب سرمایه‌گذاری و توسعه سکتور زراعت و مالداری در کشور، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در جریان سفرش به ولایت هرات، از زمین‌های خالصه و مازاد این وزارت بازدید کرد و خواستار استفاده مؤثر از این منابع در راستای سرمایه‌گذاری سکتور خصوصی شد.
در این بازدید که رئیس اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری ولایت هرات نیز حضور داشت، فرصت‌های موجود در ساحات یادشده برای سرمایه‌گذاری در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری بررسی شد. وزیر زراعت هدایت داد تا جهت استفاده بهینه از این زمین‌ها، یک پلان منظم ترتیب شده و به وزارت پیشنهاد گردد تا زمینه واگذاری آن‌ها از طریق اجاره به سرمایه‌گذاران فراهم شود.
بر بنیاد این طرح، قرار است یک تعمیر چندین‌طبقه‌ای در یکی از زمین‌های خالصه ساخته شود که هر طبقه آن به یک بخش زراعتی اختصاص یابد. در این تعمیر، طبقه‌ای برای عرضه حبوبات، طبقه‌ای برای نباتات، طبقه‌ای برای لحمیات و طبقه‌ای نیز برای ترویج و نمایش زعفران در نظر گرفته خواهد شد. این اقدام می‌تواند به عنوان یک مرکز تخصصی زراعتی و تجارتی، زمینه رشد و بازاریابی محصولات زراعتی را در ولایت هرات تقویت کند.
وزیر زراعت تأکید کرد که با واگذاری زمین‌های خالصه و مازاد به سکتور خصوصی، فرصت‌های جدیدی برای سرمایه‌گذاری در بخش‌های تولید، فرآوری و بازاریابی محصولات زراعتی و مالداری به میان می‌آید که نه‌تنها رشد اقتصادی را در پی دارد، بلکه زمینه اشتغال را نیز برای باشندگان محل فراهم می‌سازد.
این برنامه بخشی از سیاست وزارت زراعت برای حمایت از سرمایه‌گذاران داخلی و افزایش بهره‌وری زمین‌های دولتی در سراسر کشور است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت