د نیمروز په پنځه زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو
۱۸ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۱۴ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
دنیمروز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې( FAO)په مالي او د (FGA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز، کنګ او چهابرجک ولسوالۍ په ۵۰۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکي کې به یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، هرزه بوټو مخنیوي، اوبولګونې، د سرو استعمال، ناروغیو او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.
دا په داسي حال کې چې نږدې راتلونکي کي د دلارام او چخانسور ولسوالیو بزګرانو ته هم د غنمو د اصلاح سوي تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیلېږي.
