د نیالګیو اېښودو کمپین دهمغږیو د پیاوړتیا په پار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس سره د کرنې وزیر کتنه

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۶:۴۴
د نیالګیو اېښودو کمپین دهمغږیو د پیاوړتیا په پار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس سره د کرنې وزیر کتنه

۱۱ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه‌زمان میوندي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو خواوو د نیالګیو اېښودو کمپین د همغږیو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د کرنې وزارت له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، ټاکل شوې، چې د نیالګیو اېښودو کمپین په ټاکلې نېټه په لاره واچول شي. ښاغلی میوندي د کرنې له وزارت څخه وغوښتل، چې د نیالګیو درلودو په صورت کې، په بېلابېلو برخو او په هغو برخو چې اړتیا ورته لري نیالګي ووېشي.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د نیالګیو د تولید، چمتو کولو او پر اداراتو، سازمانونو او هېوادوالو د نیالګیو د وېش خبر ورکړ او ویې ویل، چې اقلیمي شرایطو ته په کتو یاد کمپین په تودو ولایتونو کې د نیالګیو په وېش سره پیل شوی دی او په راتلونکو ورځو کې په سړو ولایتونو کې هم پیلېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت