د نویو پروژو د تمویل په پار د اسیایي پراختیایي بانک له چارواکو سره د کرنې وزیر خبرې

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۳۷
د نویو پروژو د تمویل په پار د اسیایي پراختیایي بانک له چارواکو سره د کرنې وزیر خبرې

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د ویډیو کنفرانس له لارې افغانستان لپاره د اسیایي پراختیایي بانک له رییس، نارینډرا سنګرو سره، خبرې وکړې.
په دې خبرو اترو کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، مرکزي او سوېلي اسیا لپاره د اسیایي پراختیایي بانک د کرنې او طبیعي سرچینو مشرې یاسیمن صدیقي، او دکرنې په وزارت کې د اسیايي پراختیایي پروګرامونو د مرکزي دفتر لوی رییس حمدالله همدرد ګډون درلود.
په دې انلاین غونډه کې دواړو خواوو په بېلابېلو کرنیزو مسایلو په ځانګړې توګه د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې پروژې (HVCDSP)، د ارغنداب پروژه او د یادو پروژو او نورو هغو پروژو د چارو د چټکتیا په پار چې د اسیايي پراختیایي بانک له خوا مالي ملاتړ کېږي خبرې وکړې. دغه راز د مالدارۍ د پراختیا په برخه کې د کرنې وزارت پر نوی پروژه او د کلیو په کچه د اوبولګولو پروژه، چې ټاکل شوې، د اسیایي پراختیایي بانک په مالي ملاتړ پیل شي، هم خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د افغانستان د کرنې سکټور په برخه کې د اسیایي پراختیايي بانک له تلپاتې ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د ترکار لاندې او نویو پروژو په برخه کې د یاد بانک د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. د کرنې وزیر د مالدارۍ او بڼوالۍ د پروژو پر اهمیت او دغه راز د کرنیزو محصولاتو پر پروسس ټینګار وکړ او په یادو برخو کې د اسیایي پراختیایي بانک د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکی شو. ښاغلی احدي دغه راز د وچکالۍ او اغېزو سره یې د مبارزې په پار ددې بانک د پاملرنې غوښتنه وکړه. سربېره پر دې، دکرنې وزیر د تخنیکي ټیم پر جوړولو خبرې او پر راتلونکو برنامو ټینګار وکړ.
وروسته د اسیایي پراختیایي بانک (ADB) رییس نارینډرا سنګرو، د کرنې وزارت څخه د مننې ترڅنګ، د راتلونکو پروژو او تمویل په هکله یې مالومات وړاندې کړل، او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان د کرنې وزارت سره ددې بانک ملاتړ ادامه لري. هغه دغه راز د وچکالۍ او له اغېزو سره یې د مبارزې په پار وویل، چې اسیايي پراختیایي بانک په دې برخه کې د افغانستان دولت د برنامو ملاتړ کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۸:۲۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په بیلاروس کې له څو لویو تولیدي او پروسس کوونکو فابريکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یوه پلاوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم ورسره ملتیا کوله، د بیلاروس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

بازگشت