د ننګرهار ۱۱ ولسوالیو کې کرنیزې پروژې پلي کېږي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۴:۵۱
د ننګرهار ۱۱ ولسوالیو کې کرنیزې پروژې پلي کېږي


۲۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د اکشن اېډ نړۍوالې موسسې چارواکو سره په کتنه کې په دې ولایت کې د نویو پروژو پرپیل خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د اکشن اېډ مؤسسې دکرنې دودې، کلیوالي پراختیا، حلالو فصلونو او معیشیت ته د لاسرسی پروژې مسوول انجنیر روح الله درویش وویل:« په پلان کي ده چې اړونده پروژه د کرنې رياست تر چتر لاندې د ننګرهار ولایت په ۱۱ ولسوالیو کي د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا، با ارزښته حلالو فصلونو او معيشيت ته د لاس رسي په موخه د راتلونکي کال په اوږدو کې پروژې پلي کړي. 
ښاغلي درویش زیاته کړه: «د اکشن ایډ نړۍواله مؤسسه هوډ لري تر څو د سولي بنسټ پروژې د نیمګړو فعاليتونو د بشپړولو سربېره يو لړ نوي او با ارزښته فعاليتونه لکه د  ۴۵۰ جریبه بڼوالۍ، د ۱۲.۲ کیلو متره د اوبولګولو کانالونو جوړول او بیارغونه، ۷۰۰ بڼوالانو ته د بڼوالۍ توکي وېشل، ۱۴۰۰ کرونده ګرو ته د بازار موندنې په اړه روزنه او مارکیټ سره نښلول، ۱۵۰ کرنیزو ګروپونو ته د محصولاتو لوړونې په موخه د وسایلو او اسانتیاوو برابرول، د کوچنیو کرنیزو کاروباریانو د کاروبار د پیاوړتیا په موخه د ۵۸۰ ډالرو معادل نغدې مرسته،  ۵۰۰ د سبو کروندګرو ته د سبو اصلاح شوي تخمونه، لومړنۍ وسائل او اسانتياوې برابرول، ۲۰۴ شنو خونو ترميم  او نورو اړونده برخو کې چوپړتیاوي وړاندې کړي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د يادې مؤسسې د نویو پروژو په اړه خوښي څرګنده کړه او د لازمو سپارښتنو ترڅنګ يي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت