د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې ٣٠ کروندګرو سره مرستې وشوې
٦ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
٧ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د سویډن کمیې له لورې د دې ولایت د ګوشتې ولسوالی کې ٣٠ تنه کروندګرو سره د جوارو اصلاح شوي هایبریډ تخمونو او کيمياوي سرو مرسته وشوه.
د چارواکو په خبره هر بزګر ته دوه پاکټه د جوارو اصلاح شوی هایبریډ تخم، يوه بورۍ سپينه او نيمه بورۍ توره سره ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د جارو کرکیلي ترویج او حاصلاتو ډېروالی دی.
