د ننګرهار کوز کونړ کې د بېرې ځنګل ساتنې په موخه ولسي ټولنه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۱
د ننګرهار کوز کونړ کې د بېرې ځنګل ساتنې په موخه ولسي ټولنه جوړېږي

۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کوزکونړ ولسوال مولوی روح الله حقمل سره دبېرو ځنګلونو ساتنې او پالنې په موخه وکتل.
د ننګرهار دکرنې مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ننګرهار د کرنې ریاست په همکارۍ د مؤسساتو له لورې په دې ولسوالۍ کې د بېرو ځنګل جوړ او د اوبخور منظم سیستم ورته نصیب شوي خو لدې وروسته باید ددې ځنګل پالنه او ساتنه د سیمې خلک وکړي، ځکه دمؤسسې وخت پوره شوي.
دواړو مسؤلینو پریکړه وکړه، چې ددې ملي شتمنۍ ساتنې او پالنې لپاره به ولسي تولنه جوړوي، ترڅو د ځنګل ساتنه وکړي.
یاد ځنګل په ۶۰ هکتاره ځمکه کې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي لګښت او د افغانستان راتلونکي نسلونو موسسې په تخنیکي همکارۍ څو کاله وړاندې کرل شوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت