د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې» په تخنیکي همکارۍ، په کوز کونړ ولسوالی کې د ۱۵۰۰ بزګرانو ترمنځ د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه.
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې د ختیځ زون مسؤل، انجنیر خوشحال اصفي، وویل چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو پر وخت د رسولو په موخه، د کرنې وزارت سره په همغږۍ د «اووچر» یا د بزګرانو د تخم اخیستلو فیصدي پروګرام پیل شوی دی، څو وکولای شي حقیقي بزګران په نښه او باکیفیته اصلاح شوي تخمونه ورته ورکړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو آمر، انجنیرغافرالله کانوال، د یاد پروګرام له تطبیق څخه خوښي وښوده او بزګرانو ته یې د اصلاح شويو تخمونو د ځانګړتیاوو، ګټو او د استعمال د طریقې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل. نوموړي د بزګرانو او د مرستندویو مؤسسو له استازو سره د بشپړې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
انجنیر کانوال زیاته کړه، چې د دې پروګرام له مخې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د اصلاح شويو غنمو تخم ورکول کېږي، چې ۵۰ سلنه لګښت یې د مؤسسې او ۵۰ سلنه د بزګر له لوري ورکول کېږي.
د اصلاح شويو تخمونو د دې پروګرام موخه د حقیقي بزګرانو پېژندنه، عادلانه وېش، د خصوصي سکتور پیاوړتیا، د باکیفیته اعتباري تخمونو سرچینې ټاکل، د بزګرانو تړل له خصوصي سکتور سره، او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.


آغاز روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم برای ۱۵۰۰ دهقان در ولسوالی کوزکنر ولایت ننگرهار
۱۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جمادى‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار در همکاری با اداره زراعت و غذای سازمان ملل متحد (FAO) و با همکاری تخنیکی مؤسسه "نوی مشورتی و مرستندویه"، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم را برای ۱۵۰۰ دهقان در ولسوالی کوزکنر آغاز کرد.
انجنیر خوشحال اصفي، مسئول اداره FAO در زون شرق، گفت که به هدف تقویت سکتور خصوصی و رساندن به‌موقع تخم‌های اصلاح‌شده به دهقانان، برنامه‌ای زیر نام "اووچر" یا سهم‌گیری دهقانان در خرید تخم، در هماهنگی با وزارت زراعت آغاز شده است تا دهقانان واقعی شناسایی و تخم‌های اصلاح‌شده و باکیفیت به آنان توزیع گردد.
انجنیر غافرالله کانوال، آمر خدمات زراعتی ریاست زراعت ننگرهار، از تطبیق این برنامه ابراز خرسندی نموده و برای دهقانان در مورد ویژگی‌ها، فواید و طرز استفاده تخم‌های اصلاح‌شده معلومات کامل ارائه کرد. وی همچنین اطمینان داد که ریاست زراعت با دهقانان و نهادهای همکار همکاری و هماهنگی کامل خواهد داشت.
او افزود که بر اساس این برنامه، برای هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم توزیع می‌شود که ۵۰ درصد هزینه آن را مؤسسه و ۵۰ درصد دیگر را خود دهقان پرداخت می‌کند.
هدف از این برنامه، شناسایی دهقانان واقعی، توزیع عادلانه، تقویت سکتور خصوصی، ایجاد منابع معتبر تخم‌های باکیفیت، پیوند میان دهقانان و سکتور خصوصی، و تأمین امنیت غذایی در کشور عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت