د ننګرهار کانال شرکت: غواړو د غنمو اصلاح شویو تخمنو د تولید کچه زر مټریک ټنو ته ورسوو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۵:۸
د ننګرهار کانال شرکت: غواړو د غنمو اصلاح شویو تخمنو د تولید کچه زر مټریک ټنو ته ورسوو

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې دوی هلکې کوي ترڅو ددې کانال اړوندو ځمکو کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د تولید کچه زر مټریک ټنو ته ورسوو.
ننګرهار کانال د يو پروتوکول له مخې هلال هډه وال کرنیز شرکت ته پخپلو دوو فارمونو (هډې فارم او درېيم فارم )کې 400 جريبه ځمکه د اصلاح شویو تخمونو د کر په موخه په واك کې ورکړې وه . 
ننګرهار کې د هلال هډه وال کرنیز شرکت یوتن مسؤل ډاکتر عبدالغفار لودین وویل، چې دوی تېر کال څلور ډوله  «چونټ،  نصرت،  میرداد او شمال» نوعې غنم کرلې وه،  چې له نېکه مرغه ترې  ۳۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخم ترلاسه شوه.
دغه راز ۵۰ تنو هېوادوالو ته پکي د څو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ډاکتر لودین وایي راتلوکي کال لپاره دوی غواړي ۱۰۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید کړي،  چې دا د ختیځ زون سربېره د نورو ولایتونو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې یو ښه زېری دی. 
افغانستان د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې ډېر کار ته اړتیا لري،  په ننګرهار کې ډېری کرنیز شرکتونه د غنمو د اصلاح په برخه کې کار کوي، ترڅو اصلاح شوي تخمونه ډېر او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت