د ننګرهار کانال شرکت رییس: هڅه کوو، چې د کانال شرکت خپل پخوانی برم ته ورسوو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۰:۵۵
د ننګرهار کانال شرکت رییس: هڅه کوو، چې د کانال شرکت خپل پخوانی برم ته ورسوو

۱۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، هلې ځلې کوي، چې د یاد شرکت د زیانمن شويو سیمیو او فارمونه په بیا رغونې سره یاد شرکت خپل پخوانی برم ته را وګرځوي.
ښاغلی کظیم وویل، چې د څلور لسیزو وروسته د دویم فارم د مالدارۍ زیانمن شوي فارم په عصري او مجهزه بڼه  بیا ځلې د جوړېدو چارې روانې دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۰ میلیونه افغانۍ ده.
 مولوی غلام الرحمن کظیم وویل:«له ډېره ښه مرغه د غواګانو ددغه لوی فارم د جوړېدواو ترمیم چارې د ننګرهارکانال شرکت د ساختمان امریت تر نظارت لاندې د سعادت چپرهاري کرنیز شرکت له لوري پیل شوی دی.موږ شپه او ورځ هڅه کوو چې ننګرهار کانال خپل پخواني برم ته ورسوو او خپلو خلکو ته په ټولوبرخو کې دکار روزګار زمینه برابره کړو، چې له یوه لوري به مو هېوادوالو ته د کارزمینه برابره شوی وي او له بل لوري به مو کورنې اقتصاد پیاوړې او کورني تولیدات به مو لوړ شوي وي» .
 نوموړی وايي په همدې اساس د کانال شرکت په درېيم فارم کې دمالدارۍ هغه تاسیسات چې دنن څخه څلور لسیزې وړاندې جوړشوي، اوله بده مرغه انقلابي ناسازه شرایطو او خپل منځي جنګونو له امله  يې زیاته برخه یې زیانمن شوي اوس له ښه مرغه بیا ځلې رغول کېږي. 
د دوهم فارم د مالدارې ددې فارم په اړه د ساختمان امریت انجنیر داود چې د نظارت لاندې يې یادې چارې رونې دي وايي ، ددغه فارم تاسیسات ۱۵ جریبه ځمکې کې رغول کېږي، ورسره سم ۵۰۰ سوه جریبه نوره ځمکه دغواګانو دخوراکي، علوفه جاتو دکر لپاره یاد قراردادي شرکت ته په واک کې ورکړل شوی ده . د نوموړي په وینا ،هره ورځ لسګونه تنو ته په مستقیمه توګه او لسګونه نور هېوادوال په دې فارم کې په غېرې مستقیمه توګه دکار زمینه برابره شوې ده  . 
د سعادت چپرهاري شرکت مسوول حاجي نورمحمد جبارخېل  وویل، چې څلوراعلی نسلونه ۵۰۰ سره غواګانې به په دې فارم کې ساتل کېږي،  ورسره به د شېدو پروسس امکانات او ماشینونه،  سایلج کندې، د غواګانو لوشنې ماشینونه او نور په دې فارم کې شتون ولري. 
په دویم فارم کې ددغه فارم په جوړېدو سره به د یادو فارم د ځمکو ارزښت لا لوړ، بې روزګاره هېوادوالو ته به د کار زمینه پېدا، د بې روزګارۍ کچه به ورسره راټیټه، د پردیو لبنیاتو نه به هېوادوال خلاص، د کرنې او مالدارۍ سکټور به ورسره وده وکړي او کورني تولیدات به مو لوړ او په پایله کې به مو ملي او کورنې اقتصاد پېاوړي شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت