د ننګرهار کانال شرکت د ترکاڼۍ فابریکې چارې او امکانات پراخېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۱:۳
د ننګرهار کانال شرکت د ترکاڼۍ فابریکې چارې او امکانات پراخېږي

۱۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلا الرحمن کظیم وایي، چې د ننګرهار کانال شرکت اړوند ترکاڼۍ فابریکه کې د جوړېدونکو اجناسو مینه وال ډېر شوي دي او بازار یې هم تود دی، په همدې موخه ددې فابرېکې اړتیاوې او امکانات پراخېږې او ستونزې یې هم هوارېږي.
ښاغلی کظیم وویل، چې د ننګرهار کانال شرکت د ترکاڼۍ فابیکې جوړېدونکو توکو د پېر-پلور په پار د جلال آباد په ښار کې د پلور څانګه جوړېږي، چې په کې د دې شرکت د ترکاڼۍ فابریکې اړونده توکي لکه میز، چوکۍ، کوچونه، کوټ بندونه، المارۍ او نورو توکو د پلور ترڅنګ د هېوادوالو فرمایشات هم منل کېږي.
د ننګرهار کانال شرکت د رییس په خبره په دې فابرېکه کې ټول کارېدونکي لرګي خپله د کانال د څلورګونو فارمونو څخه دي، چې له ښه مرغه جوړ فرنیچرو او اجناسو يې د بهرنیو هغو ځای نیولی دي.
د ننګرهار کانال شرکت د ساختمان امریت اړوند د نجارئ فابريکه هډې فارم کې موقعیت لري، په وروستي ځل ۱۷۰زره افغانيو په مالي لګښت رغول شوې ده. 
باید وویل شي، چې د ترکاڼۍ یاده فابرېکه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۹ کال کې هډې فارم اړوند ثمرخېلو سیمه کې جوړه او فعاله شوه، چې هغه مهال په کې ۱۸۰۰ تنه درې وخته په کار بوخت و،  د ننګرهار کانال شرکت د اړتیاو سره سره يې د ننګرهارولایت د دولتي ادارو او استوګنو غوښتنې هم پوره کول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت