د ننګرهار کانال ریاست: هډې فارم کې د نږدې دوه زره ځنګلاتي بوټو د کر کيلې لړۍ روانه ده
۱۹ وری ۱۴۰۲ه.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهارکانال چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د هډې فارم درېيم بلاك کې د ۱۹۳۵ ځنګلاتي بوټو د کر کيلې لړۍ روانه ده.
د چارواکو په خبره ياد ځنګلاتي بوټي چې د بادونو ماتونکو، ښکلا، لرګیو، شین والي او نورو برخو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، د ډېره ښه بخته اوس د هډې فارم درېيم بلاک کې بېلابېل ځنګلاتي بوټي لکه کلبید، یوکالیپټیس او ناجو کرل کېږي . د غو ځنګلاتي بوټو د کر سره هډې فارم درېيم بلاك کې په ټولټال۲۱۰جریبه ځمکې ځنګلاتي بوټي وکرل کېږي.
د ننګرهار کانال رياست په دې ولايت کې د ځنګلونو پراختيا او خونديتوب په پار هلې ځلې کوي.
