د ننګرهار کانال ریاست: د هډې فارم ۱۰ مه نمره کې د مالټې بڼونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۰:۳۲
د ننګرهار کانال ریاست: د هډې فارم ۱۰ مه نمره کې د مالټې بڼونه جوړېږي

  ۲۸ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې دیاد ریاست اړوند دهډې فارم په لسمه نمره کې د مالټو نږدې ۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.
د چارواکو په خبره د هډې فارم ۱۰ مه نمره کې د ۲۰۰ جریبه مالټو بڼونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ټولیز لګښت یې ۲۰ میلیونه افغانۍ ده او لسګونو  کسانو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام په پلي کولو سره به په دې سیمه کې شاړې ځمکې ابادې او ورسره به د سیمې زرغونتیا او ښېرازۍ ته هم زمینه برابره او ترڅنګ به یې ددې ولایت د مالټو د حاصلاتو کچه هم لوړ شي.
ننګرهار د سټروسو مېوو لکه مالټې، نارنج او لیمو ونو لپاره مناسب اقلیم لري او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې دسټورو سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت