د ننګرهار کانال ریاست: د سیند غاړې حلقوي سړک د چارو ارزونه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۹:۴۴
د ننګرهار کانال ریاست: د سیند غاړې حلقوي سړک د چارو ارزونه وشوه

د ننګرهارکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رییس انجنیر عبیدالله شېرزاد او یوشمېر نورو چارواکو ننګرهار کې د سیند غاړې حلقوي سړک  له  ډیزاین، نقشې او خظ اندازۍ، شخصي او دولتي ملکیتونو څخه له نږدې لېدنه وکړه.
ددې سړک ځینې برخې د ننګرهارکانال په ځمکو تېرېږي په همدې موخه تېره ورځ ترې د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم او د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر عبیدالله شېرزاد او نورو لېدنه وکړه. 
د لېدنې پرمهال د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن وویل: «دا یوه ملي پروژه ده، اوله ډېره ښه مرغه په ماسټر پلان کې شامله ده .ددې لپآره چې کارونه يې منظم او په ښه ډول ترسره شي، موږ اړ یو چې دا موضوع د کرنې وزارت سره شرېکه کړو او اجازه ترې واخلو .»
د یادونې ده، چې د سیند غاړې دا حلقوي سړک د ۱۷ کیلومټرو په اوږدوالي او ۴۰ مټره په پلنوالي له ځنګل باغ څخه پیل او ترثمرخېلو پورې غزېږي .
په جوړېدو سره به يې د ښار ښکلا زياته، ګڼه ګوڼه کمه او شته ځمکې به ورسره خپل ارزښت لا لوړ کړي .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت