د ننګرهار کانال ریاست دویم فارم کې د استنادي دېوال چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۵:۱۵
د ننګرهار کانال ریاست دویم فارم کې د استنادي دېوال چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې ددې ریاست اړوند په دویم فارم کې د درې کیلومترو په اوږدولي یوه محافظوي پوله جوړ او دد ننګرهارولایت مرستیال والي مولوي غلام رباني ناصح، ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، ننګرهارد کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد ، پوهنې رئییس مفتي حبيب حضرت حقاني، د کرنیزو شرکتونو مالکانو،  او نورو مسوولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخستنې ته وسپارل شوه . 
  دغه محافظوي پوله د دوو کرنیزو شرکتوننو یحی رییس خېل او رغبت الله مومند له خوا د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې ده.
ددې پولې له برکته به کابو ۳۰۰۰  جریبه ځمکه د ننګرهارکانال شرکت او په همدې اندازه ځمکه به د ځايي استوګنو کرکیلې ته چمتو شي او د سېلابونو او زیاتو اوبو د راوتو له ګواښه په امن شي . 
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې همدې پولې ته ورته یوه بله محافظوي پوله د دوه نیم کیلومترو په اوږدوالي پ په څلورم فارم کې تړل کېږي، چې د تړلو چارې يې چټکې روانې دي.  
ښاغلی کظیم وویل: «دا ځمکې د تېرو انقلابي او ناسازه شرایطو زېږنده ده ، له ښه مرغه اوس به نو ددې محافظوي پولې پواسطه دا ځمکې خپل ارزښت لا لوړ کړي، د کرکیلې له امله به يې د خلکو اقتصادي حالت ښه شي، کورني کرنیز حاصلات به زیات اوپه پایله کې به د کانال د عوایدو کچه هم لوړ شي.»
باید وویل شي چې ، د ننګرهارکانال د جوړېدو سره سم په څلورګونو فارمونو کې منظمې محافظوي پولې موجودې وې، چې د کانال ځمکې يې د سېلابونو او ورښتونو د ګواښ نه په امن ساتلې وې، خو له بده مرغه دا محافظوي پولې وطن دوښمنانو او انقلابي او ناسازه شرايطو تخریب او ځپلې دي .
د دې پروژې په پلي کولو کې یوشمېر کسانو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ سلګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي دي او د اوبو له ګواښ څخه ژغورل شوي دي.
دیادو پروژو د رغولو  موخه د اوبو مدیریت او د بزګرانو ګروندو ته پر وخت د اوبو رسول او د دوی د کورونو او کروندو خوندیکول ښودل شوی دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د ننګرهار کوټ کې د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې؛ ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

بازگشت