د ننګرهار چپرهار کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۲۴
د ننګرهار چپرهار کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د د کلیوالي پراختیا پروژې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د چپرهار په ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د چپرهار په ولسوالی کې د ٤.٥ میلیونه په ارزښت د یو  کانال او سربند د جوړیدو چارې بشپړ شوي دي؛  چې په کې  ٨٣٦ متره اوږدوالې لري او یو پولچک،  ۴ د اوبو د سرعت کمولو ساختمانونه، ۹ د  اوبو د کنټرول دروازې په کې شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به ٩٠٠ جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د مولوی عبدالستار محمد په خبره  ددې پروژې په رغینزو چارو کې ٦٠٠ فني او غیر فني کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
 باید وویل شي، چې دکلیوالي پراختیا پروژه د کوکنارو یوه بدیله پروژه ده، چې دکانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ،  شنوخونو جوړولو،  کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنېوي کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت