د ننګرهار چپرهار کې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۴:۲۸
د ننګرهار چپرهار کې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۵ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت د چپرهار ولسوالی په ماڼو او سپین جماعت کلیو کې د ۱۵ زره او ۵۰۰ امریکایې ډالرو په ارزښت د مالدارانو د ستونزو د حل په پار  حیواني خوراکې میل او یو د وترنري کلینیک ګټي اخیستي ته وسپارل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د چپرهار ولسوالی د مالدارانو د ستونزو حل او په یادې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په پار دوه پروژې ګټي اخیستني ته سپارل شوي دي .
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست په استازیتوب د څارویو روغتیا او خدمتونو امر داکتر محمد ضمیر بهسودي، چپرهار ولسوالی ولسوال قاري احسان الله ساجد ،  هالنډ کمیټي استازو، ترویج مدیر او قومي مخورو حضور درلود.
د کرنې رییس زیاته کړه، چې مالدارۍ کلینیک او د حیواني خوراکې زېرمتون دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې د ار پي ایس اف  پروژې لخوا جوړ شوی،  چې ددي کلینیک او حیواني خوراکې په جوړولو سره د درملو او خوراکې  ترڅنګ واکسینونو، درملني او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکتور کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.
دغه راز  د ۷ زره ډالرو په ارزښت د حیواني خوراکې لپاره ودانۍ، ماشینري، میل لپاره اومه مواد؛ او  ۸ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت د کلینیک  لپاره یوه عراده موټر سایکل،  یو پایه سولري یخچال، بشپړ سولري سیستم،  ۶۶ قلمه د وترنري تخنیکي بسته،  ۳۳ قلمه لوجستیکي بسته او ګڼ نور وسایل ورکړل شوي دي،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره چوپړونه وړاندې کړي.
ددې مرستې موخه په دې ولسوالی کې د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت