د ننګرهار پچیراګام کې پر سلګونو مالدارانو د شېدو ټولولو کڅوړې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۹:۵۲
د ننګرهار پچیراګام کې پر سلګونو مالدارانو د شېدو ټولولو کڅوړې ووېشل شوې

۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي مرسته ددې ولایت د چپرهار ولسوالی پر سلګونو مالدارانو د لبنې مصحولاتو راټولو کڅوړې وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل؛ په پچیر اګام ولسوالی کې داکشن اېډ مؤسسې له لورې ۱۰۰۰ تنو مالدارانو ته د پاکو او صحي شېدو ټولولو لپاره د شېدو غټ ګیلاس، کټوۍ، سطل او جالۍ ورکړل شوه.
ښاغلي محسن وویل، چې یاد توکي هغو مالدارانو ته ورکړل شوي، چې څه موده وړاندې ورته د همدې مؤسسې له خوا هر مالدار ته ۲۰۰ کیلو ګرامه حېواني خوراکه ورکړل شوې وه.
دیادو وسایلو او حیواني خوراکې د وېش موخه پدې ولایت کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او دمالدارانو ملاټړ دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت